د بلغاریا د ټینس پېژندل شوی لوبغاړی "ډیمټروف" په کرونا ویروس اخته شوی

ګریګور ډیمټروف

د بلغاریا د ټینس پېژندل شوی لوبغاړی ګریګور ډیمټروف په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی.

دا کار د دې سبب شوی، چې په کرویشیا کې یې پلان شوې مسابقه لغوه شي.

ټاکل شوې وه، دی د ټینس له لومړۍ درجه ورزشکار نوواک جوکوویچ سره په فاینل مسابقه یا فاینل کې مخامخ شي.

ډیمټروف چې د درجه بندۍ له مخې په نړۍ کې نولسم مقام لري، په کرونا ویروس د اخته کېدو خبر پرون یکشنبه په انسټاګرام خپور کړ.

ده ویلي غواړي ډاډمن شي، هغه کسان چې ورسره په تماس کې وو، معاینه او هر ډول احتیاطي تدابیر عملي کړي.