اسپانیا د اروپایي ګرځندویانو په مخ خپلې پولې خلاصې کړې

ارشیف

اسپانیا داسې مهال د اروپایي ګرځندویانو په مخ خپلې پولې خلاصې کړې چې برازیل او جنوبي افریقا د کرونا ویروس له زیاتېدو سره لاس او ګرېوان دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر پرون ناوخته پورې په ټوله نړۍ کې په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر څه باندې اته میلیونه او اته لکه کسانو ته رسېدلی او له کبله‌یې له ۴۶۴ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

اسپانیا له دې کبله ملي بېړنی حالت چې د مارچ په ۱۵مه‌یې اعلان کړی و، پای ته ورساوه.

دغه هېواد خپلو ۴۶ میلیونه وګړو ته اجازه ورکړه چې ازاد تګ راتګ وکړي.

اسپانیا هغه امر هم لیرې کړ چې له مخې یې دغه هېواد ته له بریتانیا او ۲۶ اروپایي هېوادونو ورتلونکي کسان دوه اوونۍ قرنطین کېدل.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په اوکلاهوما کې د کمپاین پر مهال یوې غونډه کې ویلي، امریکا کې ۲۵ میلیونه کسان معاینه شوي.

هغه وویل: "کله چې په دومره پراخه توګه معاینات کېږي، طبیعي ده چې په کرونا اخته کسان ډېر مشخص کېږي، ما خلکو ته وویل چې لطفاً معاینې راکمې کړئ."

د ټرمپ له دې خبرو وروسته د سپینې ماڼۍ یوه سلاکار پیټر ناوارو 'سي‌اېن‌اېن' ته وویل، ټرمپ شوخي کړې ده.

په امریکا کې ۲،۲ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او تر اوسه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یو لک او ۲۰ زره امریکایان مړه کړي دي.