چارواکي: پکتیا کې وسله‌والو یو افغان سېکهـ تښتولی

د يکتیا ولایت نقشه

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو مخالفانو په څمکنیو ولسوالۍ کې د نادان سېنګهـ په نوم یو افغان سېکهـ تښتولی دی.

نادان سېنګهـ په سوېل ختیځ زون کې د افغان سېکهانو د مذهبي ځایونو د ترمیم او ساتنې مسؤل و چې د چارواکو په وینا، پولیسو سره له همغږۍ پرته څمکنیو ته تللی و.

د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان سېکهـ څلور ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د مذهبي مراسمو لپاره تللی و چې د بنګښ له سیمې وتښتول شو.

هغه زیاته کړه: "دی دلته خپل یوه مقدس ځای یا زیارت ته څلور ورځې مخکې راغلي وو، هماغه وخت تښتول شوی دی، زموږ ملي امنیت او پولیس پلټنه کوي، دوی تېروتنه کړې، پخوا به چې دوی دلته مذهبي مراسمو ته راتلل، موږ به‌یې خبرولو، دا سرحدي سیمه ده، د «ای.اېس.ای» تحرکات هم ډېر دي."

ولسوال وایي، دوی په دې تړاو پنځه مشکوک کسان نیولي او په وینا یې ګمان کوي، هغو وسله‌والو به تښتولی وي چې د پاکستان د استخباراتو ملاتړ ورسره دی.