چارواکي: غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو ټنو زيات واردات لرو

د ټرانسپورټ وزارت په وینا، دغو واګونونو شااوخوا ٤٢٢ زروه او ٧٤٤ ټنه مالونه هېواد ته وارد کړي.

افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، په غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو ټنو زيات واردات لرل.

د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس نن ازادي راډیو ته وویل چې د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر هم روان دی.

نوموړي وویل، چې د ۱۳۹۹ کال په غبرګولي میاشت کې تر ۷ زرو ٣٣٨ د توکو واګونونه په حیرتان-مزار شریف، تورغونډۍ او اقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت په وینا، دغو واګونونو شااوخوا ٤٢٢ زروه او ٧٤٤ ټنه مالونه هېواد ته وارد کړي، چې یوازې ١٨٧ زره او ٥٠٠ ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون خوراکي مواد جوړوي.

د ده په خبره په پاتې موادو کې نفتي او ساختماني مواد او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

که څه هم د کرونا بحران ځمکنی او هوایي ټرانسپورټ اغېزمن کړی خو د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو واردات حتی د رخصتۍ په ورځو کې هم په عادي ډول دوام لري.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، هېواد ته د لومړنیو توکو په واردولو کې خپل فعالیتونه په منظم ډول ترسره کړي.