په ایران کې له افغان کډوالو د امریکا ملاتړ

کابل کې د امریکا سفارت

په افغانستان کې د امریکا د متحدوایالاتو سفارت ویلي چې له هغو کډوالو افغانانو سره ولاړ دي چې په ایران کې زیاتی ورسره شوی، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

سفارت پرون د جون په ۲۰ پر ټوېټر لیکلي چې متحد ایالات به سږکال ۱۸ میلیارده افغانۍ د افغانستان حکومت ته د کډوالو او نورو بې وسه افغانانو سره د مرستې لپاره ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر به نن یک شنبه تهران ته ولاړ شي.

په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند په وروستیو کې د کابل او تهران ترمنځ روابط کړکېچن کړي دي.

په یزد کې د ایراني پولیسو په ډزو کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو او زخمي کېدو او تر هغه وروسته د ایران ضد مظاهرو چې په کابل او نورو ښارونو کې وشوې، د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیک چاینلونه بوخت کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۱۳مه په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال احضار کړ.

د ایران دولتي خبري اژانس وویل چې له لېواله د هغو ډلو په اړه معلومات غوښتل شوي وو چې دایران ضد دي او په افغانستان کې یې د هغه هېواد ډیپلوماتیک دفترونه تخریب کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دې وزارت سرپرست به له ایراني لوري سره پر ټولو وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې د ملي امنیت شورا استازي هم شامل دی.