امریکا کې د جان بولټن د کتاب خپرولو د مخنیوي پرېکړه ونه منل شوه

جان بولټن

په امریکا کې یوه قاضي د جان بولټن د کتاب د خپرولو د مخنیوي پرېکړه ونه منله خو ویې‌ویل چې د دې امکان شته چې هغه د پټو معلوماتو د خپرولو په تور محاکمه شي.

جان بولټن تقریباً ۱۷ میاشتې د امریکا د جمهور رئيس د ملي امنیت سلاکار و.

د هغه جنجال پارونکی کتاب چې په سپينه ماڼۍ کې د هغه کار تجربې یې په کې را غونډې کړې، د سه شنبې په ورځ خپرېږي.

قاضي رویس لامبرټ د جون په ۲۰مه، په خپل پرېکړه لیک کې ولیکل چې هغه چا چې کتاب یې چاپ کړی، د کتاب کاپي ګانې وار دمخه لا لېږدولې او ځيني برخې یې حتی په رسنیو کې خپرې شوې دي.

قاضي لیکلي چې د جان بولټن یو اړخیز اقدام د ملي امنیت په اړه جدي اندېښنې پيداکولای شي، حکومت نه‌دی توانېدلی چې له قانوني اړخه د کتاب د خپرېدو مخنیوی مناسبه پرېکړه ده.

د ایراني ریال بیه د امریکايي ډالر په مقابل کې دومره لویدلی چې په وروستۍ یوه لسیزه کې ساری نه لري.

ایران د امریکا د حکومت د بندیزونو او د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر سخت فشار لاندې دی.

له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې ایران له نړیوالو سره اټومي موافقه لاسلیک کړې، دا اول وار دی چې ایرانی ریال د امریکايي ډالر په وړاندې تر ۶۰۰ فیصده زیات لوېدلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره له اټومي موافقې د متحده ایالاتو د ایستلو پرېکړه وکړه او پر ایران یې بندیزونه له سره ولګول.

په ایران کې د فبرورۍ د میاشتې په منځ کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه.

ایران د منځني ختیځ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس تر هر بل هېواد سخت وځپل.

د اټومي انرژۍ د څارنې نړیوالې ادارې د جون په ۱۹مه، پر تهران غږ وکړ چې دووه مشکوکو اټومي تاسیساتو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

تر دې وروسته پر ایران نړیوال فشار لا زیات شوی دی.