ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري وضعیت لا هم د ژورې اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې د ښځو او نجونو نازک حقوقي او اقتصادي حالت ته پام وکړي.

انټونیو ګوټرش پرون د جون په ۲۰مه، د افغانستان د وضعیت په اړه په درې میاشتني راپور کې ویلي چې د کرونا ویروس وبا په وروستیو څو لسیزو کې د افغانستان د ښځو د ازادۍ او انساني حقونو لپاره مبارزې ته ضربه ورکولای شي.

انټونیو ګوټرش ویلي چې په افغانستان کې د خلکو بشري وضعیت لا هم د ژورې اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور چې د جون په ۲۵مه، به امنیت شورا ته د بحث لپاره وړاندې شي وايي چې د افغانستان حکومت باید ښځو ته له کرونا ویروس سره په مبارزه کې د رهبرۍ او مهمو پرېکړو لپاره ونډه ورکړي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ټوله نړۍ کې میلیونونه ښځې بې کاره شوې او کره شواهد شته چې د ښځو په وړاندې کورنۍ تشدد هم زیات شوی دی.