د حنیف اتمر په مشرۍ سبا یو پلاوی ایران ته ځي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی سبا یکشنبه ایران ته ځي.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، له ښاغلي اتمر سره دې سفر کې د ۷ وزارتونو، ۵ خپلواکو ریاستونو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حقوقي مشاوریت او ملي امنیت شورا استازي ملګرتیا کوي.

افغان پلاوی به له ایراني چارواکو سره د کډوالو په وړاندې د وروستیو ناوړه پېښو، د هغو د مخنیوي او د دوه اړخیزو همکاریو د پياوړتیا په لارو چارو خبرې وکړي.

د ایران په یزد کې په دې وروستیو کې پولیسو د افغان کډوالو یو موټر په ګولۍ وویشت چې د اور لمبه شو.

له هغه وړاندې بیا ایراني پوله‌ساتو ځواکونو افغان کډوال هریرود سیند ته اچولي وو.

دغو دواړو پیښو کې ۱۵ کډوال ووژل شول، یو شمېر ټپیان او ۱۷ لا هم تري تم دي.