ارګ: د اسدالله ولوالجي پر کورنۍ برید څېړل کېږي

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې خپله ښاغلی اسدالله ولوالجي هم ټپي دی، خو پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په پغمان ولسوالۍ کې د شاعر او لیکوال اسدالله اسدالله ولوالجي د کورنۍ پر غړو شوې چاودنه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

د ارګ یوه خبرپاڼه کې ولسمشر محمد اشرف غني پر دغې پېښې خواشیني ښودلې او غندلې یې ده.

دغه چاودنه پرون د ښاغلي اسدالله ولوالجي په موټر وشوه چې د کابل د پولیسو په وینا دوه تنه په کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان دي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې خپله ښاغلی اسدالله ولوالجي هم ټپي دی، خو پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې دې وروستیو کې زیاتې شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ نن وویل، یوازې تېره شپه یې په نهمه حوزه کې درې خښ شوي ماینونه شنډ کړي دي.