ارګ: د فساد پر ضد مبارزه د افغان حکومت لومړیتوب دی

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست په هېواد کې د فساد په اړه د یوناما د وروستي راپور په ځواب کې وايي د فساد پرضد مبارزه د افغان حکومت لومړیتوب دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه راپور کې چې نن خپور شو په افغانستان کې د فساد پرضد روانه مبارزه ناامېدونکې بللې ده او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د حکومت مبارزه پڅه پرمخ ځي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یو خبري غونډه کې دې راپور ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې حکومت د فساد پرضد مبارزې ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان مهم لومړیتوب د فساد پرضد مبارزه ده، په تېرو پنځو کلونو کې موږ ډېر کارونه ترسره کړي او نتایج مو ترې اخیستي دي او اوس هم د ولسمشر لپاره اصول او لومړیتوب دا دی چې څنګه له فساد سره مبارزه وکړو."

یوناما په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د فساد پرضد مبارزه کې د افغان حکومت ناکامي به ناوړه عواقب ولري خو د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیقي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان په عدلي قضايي سیسټم کې اصلاحات، د مالي پلان د ملي پروګرام تطبیق، د مالیې په وزارت او نورو دولتي ادارو کې اصلاحات او ځینې نور موارد د فساد پرضد د حکومت د اقداماتو په لړ کې یاد کړل.