ډیلي بیسټ: آیا طالبانو د خلیلزاد د وژلو لپاره د داعش دسیسه ناکامه کړې ده؟

طالبانو ویلي چې د داعش ډلې دوه تنه ګومارلي وو چې زلمی خلیلزاد ووژني.

  • ډیلي بیسټ

ایا طالبانو د امریکا د ځانګړي استازي د وژلو لپاره د داعش دسیسه ناکامه کړې ده؟

دا پوښتنه ډیلي بیسټ ورځپاڼې کړې ده.

د ورځپاڼې پر اساس امریکايي چارواکو ورته ویلي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت په افغانستان کې د خپل دښمن دا بوږنوونکې ادعا جدي انګېرلې چې طالبانو د امریکايي ډیپلومات زلمي خلیلزاد د وژلو لپاره د داعش یا اسلامي دولت دسیسه شنډه کړې ده.

دوی همداراز ویلي چې د دې ادعا په اړه چې طالبانو په یوه تازه ویډیو کې کړې تحقیقات کوي.

طالبانو ویلي چې د داعش ډلې دوه تنه ګومارلي وو چې زلمی خلیلزاد ووژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی ډیلي بیسټ ته ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د امریکايانو پر ضد هر ګواښ جدي ګڼي او امریکايي چارواکي د دې ویدیو په اړه څېړنې کوي او همداراز د افغانستان د حکومت چارواکي هم پلټنه کوي.

دا ادعا وروسته له دې شوې چې امنیت شورا ته د ملګروملتونو په وروستي راپور کې ویل شوي وو چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي.

د ملګروملتو دې راپور د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې د موافقې د تطبیق او پر ژمنو د طالبانو د درېدو په اړه ځینې شکونه راپورته کړل.

ښايي همدا دلیل وي چې ډیلي بیست د طالبانو د وروستۍ ادعا په اړه شک څرګند کړی دی.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، څو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د طالبانو د دې د ادعاوو په بېلابېلو اړخونو شکونه کړي.

په ویډیو کې د طالبانو په توقیف کې دوه تنه، چې سترګې یې تړل شوي، اعتراف کوي چې د افغانستان ملي امنیت د زلمي خلیلزاد د وژلو لپاره دوی ته امکانات برابر کړي وو.

ورځپاڼې لیکلي، له یوې خوا ویل کېږي چې د افغانستان ملي امنیت د طالبانو او امریکا د سولې د موافقې مخالف دی خو له بلې خوا طالبان غواړي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ ژور اختلاف پیدا شي.

ورځپاڼې په دې اړه د څو تنو نظرونه خپاره کړي چې ځینو دا احتمال نه دی رد کړی چې د افغانستان ملي امنیت یا استخبارات دې په دې قضیه کې لاس ولري خو ډېرو نورو دا موضوع یو مخ رد کړې ده.

  • د بشري حقونو د څار ډله

د ماشومانو پر زده کړه د کرونا اغېز!

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په ۵۴ هېوادونو کې پر زده کوونکو او والدینو د کرونا ویروس د اغېز په اړه سروې کړې ده.

په دې سروې کې، چې د بشري حقونو د څار ډلې په خپرونه کې خپره شوې، ویل شوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په نړۍ کې میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې شول او ګڼو نورو هڅه وکړه چې په یو نه یو ډول زده کړو ته دوام ورکړي خو په دې منځ کې د افغانستان په شان څو هېوادونو ښه تیاري نه لرله.

په افغانستان کې تازه ژمنۍ رخصتي تېره شوې وه چې د کرونا وبا خپره شوه او ښوونځیو ته یې د پرانیستلو موقع ورنه کړه.

د بشري حقونو د څار ډلې سروې ښيي چې د کرونا وبا ترڅنګ د جګړې دوام د افغانستان د ماشومانو پر زده کړو منفي اغېز لرلی دی.

په افغانستان کې د نورو هېوادونو په شان نه تېز انټرنېټ شته، نه ټول خلک ټلویزیون لري او نه ټول خلک هر وخت برښنا لري.

د نړیوال بانک له اټکل سره سم، یوازې ۱۴ سلنه افغانان انټرنېټ کاروي او تر ۵۵ سلنه زیات د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری کورنۍ د انترنېټ او نورو الیکترونیکي وسایلو د لرلو وس نه لري.

په دې سروې کې د نجونو پر زده کړو د کرونا د اغېز ځانګړې یادونه شوې ځکه چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د نجونو ښوونځي بند دي او اوس د دې هیواد د ټولو زده کوونکو په سلو کې یوازې ۳۶ نجونې تشکلیوي.

د افغانستان بله ستونزه دا ده چې په سلو کې ۵۵ نارینه او ۳۰ سلنه ښځې لیک لوست کولی شي او دا مسله سبب کېږي چې ډېری میندې او پلرونه په کور کې له خپلو ماشومانو سره درس ونه ویلی شي.