افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ ته ورسېد

ارشیف

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ شو.

د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی څه باندې ۱۳۰۰ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۶۵۸ هغو نتیجه مثبته راوتلې.

افغانستان کې د اخته شویو کسانو له ډلې تراوسه ۱۵۰۲ بیرته روغ شوي او ۵۴۶ تنه مړه شوي دي.

پرون د ملګرو ملتونو یوه راپور کې وویل شول چې افغانستان کې د کویډ-۱۹ مشکوکو ناروغانو معاینه ډېره کمه ترسره کېږي.

دغه راپور کې وویل شول چې افغانستان او پاکستان کې هرو یو میلیون وګړو کې ۱۳ تنه یې کرونا مړه کړي دي.