افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو د حملو په خاطر د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه

د کابل دشت برچي سل بستریز روغتون چې ورباندې وسله‌واله حمله وشوه.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو او پر روغتیايي کارکوونکو هدفي حملو د میلیونونو افغانانو مخه نیولې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا خبره د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وکړه.

د سره صلیب نړیواله کمېټه پر روغتیایي مرکزونو او روغتونونو چې د میلیونو افغانانو درملنه کوي، د حملو په خاطر اندېښنه لري.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې رویا موسوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل: "په افغانستان کې اوسنۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. وروسته له هغه چې په فبرورۍ او مارچ میاشت کې د تاوتریخوالي کمښت ته هیلې زیاتې شوې، یو ځل بیا وینو چې تشدد زیات شوی دی. د ملکیانو تلفات په داسې حال کې زیات شوي چې دغه هېواد د کرونا ویروس پر ضد په جګړه بوخت دی."

د سره صلیب کمېټې کارکوونکي

د سره صلیب نړیوالې ادارې د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د دې ادارې د رئیس خوان پدرو شرایرر له قوله راغلي چې افغانستان لکه نور جګړه ځپلي هېوادونه یو داسې روغتیایي سیستم لري چې د جګړې له کبله محدود دی او اوس د 'کووېډ-۱۹' دا ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

په اعلامیه کې د شرایرر له قوله راغلي: "«کووېډ-۱۹» د نړۍ ډېر پرمختللي هېوادونه له تهدید سره مخامخ کړي دي. یو هېواد چې په‌کې وسله‌وال پر روغتون حمله کوي، د ښو روغتیايي خدماتو رسولو هېڅ فرصت نه‌لري."

موږ وینو چې په جګړه‌ځپلو سیمو او زندانو کې خلک له مخکې لا ښو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

دغې ادارې ویلي چې د افغانستان تر ټولو لوی روغتون چې په کندهار کې ځايي څانګه لري، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د سره صلیب ادارې په ملاتړ فعالیت کوي.

په دې روغتون کې د جګړو له کبله د ټپيانو درملنه او عملیات کېږي.

د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو په شمېر کې د زیاتوالي له کبله دا روغتون اوس په کم ظرفیت سره کار کوي ځکه د ناروغانو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی.

د سره صلیب کمېټې په وینا میرویس ځايي روغتون یوازنی روغتون دی چې د افغانستان په جنوب کې د شااوخوا شپږو میلیونو افغانانو درملنه کوي. د دې کمېټې د معلوماتو له مخې دې روغتون ته په ځانګړې توګه د عملیاتو څانګې ته‌یې له هغو سیمو خلک ورځي چې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې زیانمن شوي وي.

د کندهار میرویس روغتون

د اعلامیې په وینا په افغانستان کې ګڼ روغتیایي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له کبله‌یې پر ټول سیستم فشار زیات شوی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په اعلامیه کې ویل شوي چې د جګړې ټول لوري باید د 'کووېډ-۱۹' پر وړاندې خپله ژمنتیا ثابته کړي او د روغتیايي مأموریتونو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.