کونړ کې د پړانګ نیول شوي بچي د چاپېریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول

د پړانګ دغه درې بچي چې د کونړ ولایت پېچ درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې نیول شوي وو.

د کونړ په ځنګلونو کې د پړانګ نیول شوي بچي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته وسپارل شول.

د پړانګ دغه درې بچي چې د کونړ ولایت پېچ درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې نیول شوي وو، د کونړ والي، امنیتي ارګانونو او ځایي خلکو په هڅو له سیمې تېره ورځ انتقال او نن د والي له‌خوا د چاپېریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په دې اړه نن چهارشنبه رسنیو ته وویل: "د کونړ په ځنګلونو کې درې د پړانګ بچي چې د خلکو له‌خوا نیول شوي او یا یې د کورونو خوا ته ورغلي وو، د هغوی د ژوند د خوندیتوب لپاره‌یې په خپلو کورونو کې ساتلي وو. زه له خلکو مننه کوم چې مرسته‌یې کړې ده. دا دی نن‌یې د چاپېریال ساتنې ادارې ته سپارم. له دې ځایه به دا د پړانګ بچي د کابل ژوبڼ ته وړل کېږي."

د کونړ د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین هم وایي له دې کبله دغه ژوي ساتي او په ځنګلونو کې یې بېرته نه‌خوشې کوي چې ډېر کوچني دي او ښایي ژوندي پاتې نه‌شي.

ځایي خلک وایي د کونړ په ځنګلونو کې اوس هم داړونکې ژوي شته او وخت نا وخت د دوی د مالونو او رمو یرغل کوي.