مسعود اندرابي: د کال ۱۵ میلیونه لیتره تېل بچ شوي

مسعود اندابي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې د پولیسو په موټرو کې د څارګر یا جي پي اېس او په جنراتورونو کې د سنسور په لګېدو د کال ۱۵ میلیونه لیتره تېل بچ شوي.

اندرابي لیکلي چې د بچ شویو تېلو ټول ارزښت ۶۷۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

هغه پرون په خپله ټویټري بیان کې زیاته کړې چې تمه لري د روان کال پای کې ۲۰ میلیونه لیتره نور تېل هم وساتل شي.

اندرابي جزئیات نه‌دي ورکړي چې دا تېل پخوا څنګه ضایع کېدل یا ایا غلا کېدل که څنګه.

پخوا تر دې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت انتقاد کېده چې د اداري فساد د مخنیوي په چارو کې پاتې راغلی او تېل غلا کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار لري چې د اصلاحاتو لړۍ به روانه ساتي.