د هندي او چینايي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي

ارشیف، د هند او چین ترمنځ پر پوله هندي او چینايي سرتېري

هندي چارواکي وايي، د هندي او چینايي ځواکونو ترمنځ د کشمیر په هغه سیمه کې چې دواړه هېوادونه‌یې د مالکیت ادعا کوي نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي دي.

دا نښته چې وړمه ورځ د لداک سیمه کې شوې، په څو وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌سارې ګڼل کېږي. د دواړو خواوو ځواکونه له څو اوونیو راهیسې په دې سیمه کې سره مخ شوي دي او ترمنځ‌یې خورې ورې نښتې کېږي.

په پیل کې هندي چارواکو ویلي و درې سرتېري یې له چینايي سرتېرو سره نښتو کې وژل شوي او چینايي لوري ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو پرون (سې شنبه) ناوخته‌یې وویل ۱۷ نور سرتېري چې ټپیان شوي وو، د ټپونو له کبله‌یې ساه ورکړې.

د هندوستان چارواکي چینايي سرتېري تورنوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګالوان په دره کې رسمي سرحدي کرښې ته د درناوي له هوکړې یې سرغړاوی کړی دی.

چین نه‌ده تأیید کړې چې په دې نښته کې دې تلفات وراوښتي وي او هند یې تورن کړی چې له پولې یې د چین خاورې ته سرتېري اوښتي دي.