کاپیسا، پکتیا او غزني کې نښتو تر ۲۰ زیات کسان وژلي

د افغانستان نقشه

راپورونه وايي، کاپیسا، پکتیا او غزني کې د حکومتي ځواکونو طالبانو ترمنځ نښتو او بریدونو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په کاپیسا کې امنیتي چارواکي وايي د طالبانو په یو کمین کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د یوې امنیتي سرچینې له قوله چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي، وايي، دا سرتېري د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د هلیکوپټرو په وسیله تګاب ته انتقال شوي وو او هلته پرون (سې شنبه) ناوخته د طالبانو په کمین برابر شوي دي. د سرچینې په وینا پېښه د تګاب ولسوالۍ په غازي خانخېلو کلي کې شوې او جګړه کې ۹ تنه وسله‌وال طالبان هم وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان دي.

بل‌خوا د پکتیا چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ د ګردېز په چاوڼۍ سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو نښته کې لږترلږه ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل: "۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه‌یې ټپیان دي. افغان ځواکونو ته دې جګړه کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې."

بل‌خوا د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو له کبله ۴ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه‌زاده ازادي راډیو ته ویلي، د هاوان مرمۍ په لوبو د بوختو ماشومانو منځ کې لګېدلې ده. هغه دا د طالبانو له‌خوا توغول شوی هاوان بللی، خو خپله طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې څه ساعته مخکې مرکز ته څېرمه پر یو کور د هاوان لګېدو له کبله هم د یو ماشوم د مړینې راپور ورکړل شوی و.