لاوروف: د سوله‌ییز افغانستان بیا احیا لپاره ایران سره هڅې همغږې کوو

(ښی) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، روسیه او ایران به په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې د پیل لپاره خپلو کې د هڅو همغږۍ ته دوام ورکړي.

د روسیې ایترتاس خبري اژانس وايي، سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته وویل: "موږ به د افغانستان د (کړکېچ) هواري لپاره، د افغانستان د ملي پخلاینې د پروسې د ژر پیل لپاره او د داسې یو سوله‌ییز او خپلواک افغانستان د بیا احیا لپاره خپلې هڅې همغږې کړو چې د ترهګرۍ او نشه‌يي موادو د قاچاق سرچینه به نه‌وي."

د ایترتاس په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم یادونه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه تهران او مسکو ورته دریځونه لري او هیواد یې تل دې برخه کې د روسیې د هڅو ننګه کړې.

افغان حکومت هیله څرګنده کړې چې بین‌الافغاني خبرې به په دوو اوونیو کې پیل شي، خو تر اوسه دا مسئله نه‌ده یقیني چې د جګړې دواړه لوري به کله مخامخ خبرې پیل کړي.