ولې د ۲،۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدام ژر نه‌کېږي؟

ارشیف، د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالب بندیان

وسله‌والو طالبانو یو وار بیا د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره د خپلو ټولو ۵،۰۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

حکومت تر اوسه د طالبانو ۳،۰۰۰ بندیان خوشې کړي او لا څرګنده نه‌ده چې پاتې ۲،۰۰۰ بندیان به‌یې دقیقاً کله خوشې کېږي.

لا هم څرګنده نه‌ده چې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به واقعاً بین‌الافغاني مذاکرې پیل شي او که څنګه.

صالح محمد صالح په دې اړه د سیاسي مسایلو له تحلیلګر نظیم سمون سره مرکه کړې ده.

لومړی یې ورڅخه پوښتنه کړې، که د بندیانو خوشې کېدل د افغانانو ترمنځ مذاکرو ته زمینه برابروي، ولې د ۲،۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو اقدام ژر نه‌کېږي؟

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنګ لېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له تحلیلګر نظیم سمون سره مرکه