چارواکي: پکتیکا کې ۲۴ طالبان او ۳ پولیس وژل شوي

پکتیکا

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو او پولیسو ترمنځ په نښته کې ۲۴ طالبان او درې پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین د دې ولایت د اته خونې په سیمه کې شوې ده.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډيو ته وویل، په دې جګړه کې ۱۲ وسله‌وال او ۴ پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د جګړې په میدان کې د څلورو پولیسو مړي په مرکز ښرنه کې د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته لېږل شوي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.