ناټو: طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو برخه کې خپله ژمنه پوره کړي

محمد حنیف اتمر او سټيفانو پونتې کوروو

افغانستان ته د ناټو ملکي استازی وايي، طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او د ټولو افغانانو په ګټه دې د سولې لاره خپله کړي.

سټيفانو پونتې کوروو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د وېډيو کنفرانس له لارې په غونډه کې دا خبره وکړه.

ښاغلي پونتې کوروو پر خپله ټويټرپاڼه د دې غونډې په اړه لیکلي، دا ډېره مهمه ده چې د بین‌الافغاني خبرو پر لور هڅې دوام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه) په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د سولې په پروسه کې د پرمختګ، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتیا او سولې له بهیر سره د ناټو د ملاتړ، د تاوتریخوالي د کمښت، طالب زندانیانو د خوشې کېدو او بین‌الافغاني خبرو د پيل په برخه کې خبرې وکړې.