افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵،۵۲۷ کسانو ته ورسېد

ارشیف، په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس د درمنلې پر مهال.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۳۶۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۱،۵۰۰ کسانو د کرونا ویروس ازموینې اخیستل شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې له رسنیو سره‌یې شریک کړي په همدې موده کې ۷ تنه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله چې د تېر کال د کب میاشتې راهیسي پیل شوي، ټولټال ۲۵ زره او ۵۲۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو ویل کېږي چې رښتونې شمېرې ښایي تر دې ډېرې زیاتې وي.