د سویډن یو څېړنیز انسټېټوټ: اټومي قدرتونو د وسلو عصري کولو ته دوام ورکړی

امریکا کې په آریزونا کې د اټومي بم یو انځور

په سویډن کې میشت د اټومي وسلو د مخنیوي څېړنیز انسټېټوټ وایي، سره له دې چې د اټومو سروکو زېرمې کمې شوي خو اټومي قدرتونو د دغو وسلو عصري کولو ته دوام ورکړی دی.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټېټوټ په هغه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې څېړنې یې ښیي چې د روان ۲۰۲۰ کال په پیل کې نهو اټومي قدرتونو، د امریکا متحدوایالتونو، روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا په خپلو زېرمتونونو کې ټول ټال شاوخوا ۱۳ زره او ۴۰۰ اټومي وسلې درلودې.

د تېر کال په نسبت د اټومي وسلو شمېر ۴۶۵ کم شوی او علت یې دا ښودل شوی چې متحدو ایالتونو او روسیې چې په نړۍ کې د ټولو اټومي وسلو څه باندې نوي له دوی سره دي، خپلې زړې اټومي وسلې له منځه وړي دي.

امریکا ۳۸۵ او روسیې ۱۲۵ اټومي سروکې له منځه وړي دي.

که دغو دواړو هېوادونو تر ډېره دغه وسلې له منځه وړي خو په مقابل کې بیا چین، بریتانیا، هند او شمالي کوریا خپلې اټومي وړتیاوې یوڅه زیاتې کړي دي.