د امریکا د جورجیا ایالت د اتلانتا ښار د پولیسو قوماندان پرون وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د متحده ایالاتو په دې ښار کې د یو سپین پوستي پولیس لهخوا د یو بل تور پوستي له وژل کېدو وروسته ناارامۍ پیل شوې.
تمه ده چې دا نوې پېښه به په امریکا او نوره نړۍ کې له څو اوونیو اعتراضونو وروسته د پولیسو د بېرحمیو او د نژادي نا انډولیو پر ضد نورې پراخې مظاهرې او ناامنۍ وپاروي.
د اتلانتا ښاروالې کیشا لانس باټمز پرون شنبه (د جون په ۱۳مه) وویل چې دې د یوه پولیس افسر په لاس، یوه شپه مخکې د ۲۷ کلن تور پوستي رېشارد بروکس له وژل کېدو وروسته د پولیسو د مشرې ایریکا شیلدز استعفا ومنله.
په هغو وېډیوګانو کې چې د پېښې له جریانه اخیستل شوي او پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي لیدل کېږي چې بروکس د یو رستورانت د پارکېنګ په ساحه کې د پولیسو په ډزو وژل کېږي.
مېرمن باټمز په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې پېښه کې له وژونکي زوره کار اخیستل توجیه نهلري، نو ځکه دې د قاتل افسر د دندې د ختمېدو غوښتنه کړې.
په اتلانتا ښار کې اعتراض کوونکي
د دې پېښې پر وړاندې اعتراض کوونکو پرون ماښام مهال د اتلانتا ښار مهمه لویه لاره بنده کړه او هغه رستورانتیې وسوځاوه چې بروکسیې د موټرو په پارکېنګ کې وژل شوی و.
پېښه د جمعې په ماښام هغه مهال وشوه چې پولیسو ته کوم چا شکایت وکړ چې بروکس په خپل موټر کې ویده شوی او له دې کبله پارکېنګ ته د وتو ننوتو لاره بنده شوې ده.
د راپورونو له مخې کله چې پولیس رارسېږي، نو لومړی د بروکس د نشې معاینه کوي او کله چې غواړي هغه ونیسي، نو هغه د تېښتې هڅه کوي او پولیسیې په ډزو وژني.
د یوه عیني شاهد په وېډیو کې بروکس په داسې حال کې ښکاري چې د پولیسو له دوو افسرانو سره چې غواړي دی ونیسي لاس اچوي. بروکس له یوه پولیس څخه د هغه برقي ډنډه اخلي او بل پولیسیې په داسې حال کې په برقي ډنډه وهي چې دی د تېښتې هڅه کوي.
په اتلانتا ښار کې اعتراض کوونکي له پولیسو سره د خبرو پر مهال
د جورجیا د تحقیقاتو اداره وايي چې د دې پېښې په اړهیې څېړنې پیل کړې دي. د دې ادارې مشر وېس رینولډز په یو خبري غونډه کې د یوې بلې وېډیو په حواله وویل بروکس د تېښتې پر مهال له پولیس څخه برقي ډنډه اخلي او د تېښتې په حال کې د پولیسو خوا ته د اعتراض په دود خپل لاس اوچتوي.
ښاغلي رینولډز زیاته کړه چې په دې وخت کې پولیس افسر خپله تومانچه راباسي او بروکس ولي او هغه پر ځمکه پرېوځي.
د بروکس د کورنۍ مدافع وکیل اېل کریس ستیوارټ وايي، پولیس افسر باید له توجیه پرته د زور د کارولو په تور چې د قتل انډول دی محاکمه شي. هغه زیاته کړه، که برقي ډنډه وژونکې وسله ده، نو پولیس ولې کاروله او که نهده، نو کله چې بروکس له پولیس څخه واخیستله ولې پولیسو ډزې پرې وکړې؟
تمه ده چې د بروکس قتل په میناسوتا ایالت کې د یو سپین پوستي افسر لهخوا د تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدو وروسته په متحده ایالاتو او نوره نړۍ کې د څو اوونیو اعتراضونو په دوام یو ځل بیا د پولیسو د بېرحمیو او د نژادي نا انډولیو پر ضد پراخې مظاهرې او ناامنۍ وپاروي.