د کندز چارواکي: وسله‌والو خان‌اباد ولسوالۍ کې دوه تنه وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت

د کندز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې نن سهار دوه تنه وژلي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له بدخشان څخه کابل ته روان ول چې د خان‌اباد او علي‌اباد ولسوالیو ترمنځ په لویه لار کې د وسله‌والو طالبانو له لوري له موټره ښکته کړای شوي او بیا وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د دغو کسانو د وژلو د انګېزې په اړه هم څه نه‌دي ویل شوي.

طالبان عموماً په لویو لارو له موټرو هغه کسان کوزوي او وژني چې د پولیسو او عسکرو ګومان پرې وکړي.