چین کې بیا د کرونا ویروس لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې

په چین کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې تر ۸۳زرو زیاتې دي.

چین په دوو میاشتو کې د اول وار لپاره په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې تازه پېښې ثبت کړې.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي چې نن یکشنبه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۵۷ تازه پېښې ثبت شوي، چې د دې ویروس د بیا خپرېدو په اړه یې اندېنښې ولاړې کړې دي.

له دې جملې ۳۶ نوې پېښې په پلازمېنه پیکنګ کې ثبت شوي، چې دا موضوع د خوړو د عمده پلورنځي له یوه مارکېټ سره مرتبط ګڼل شوی دی.

دغه مارکېټ پرون شنبه وتړل شو او په شا و خوا کې پرتو ۱۱ سیمو کې محدودیتونه ولګول شول.

دې موضوع دا خطر رامنځته کړی، چې لیرې کړای شوي محدودیتونه ښايي بېرته ولګول شي.

په چین کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې تر ۸۳زرو زیاتې دي، له دې جملې تر ۴۶۰۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۷۸زرو زیات نور روغ شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۷ میلیونو او ۷ لکو اوښتي او د مړو شمېر تر ۴ لکه او ۳۰زرو زیات شوی دی.