مسیر: غندنه نه، ساتنه په کار ده

ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو او موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې 'غندنه نه، ساتنه په کار ده' په نوم په سرمقاله کې د تېرې جمعې په ورځ د شېرشاه سوري په جامع جومات کې چاودنې ته چې له امله‌يې د یاد جومات خطیب مولوي عزیز مفلح او درې نور لمونځ کوونکي ووژل شول او اته نور ټپیان شول اشاره کړې لیکلي يې دي چې دغه چاودنه د طالبانو په ګډون د افغان حکومت لوړپوړو او ټیټ پوړو چاوراکو وغندله.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې په وروستیو کې افغانان له یوې پېچلې جګړې سره مخ دي او ان د جومات او روغتون په ګډون هېڅ ځای خوندی نه‌دی، خو د سرمقالې لیکوال لیکي هېڅوک نه‌پوهېږي چې دا وحشت څوک او ولې کوي.

وړاندې په سرمقاله کې لیکل شوي دا چې دغه ډول برېدونه څوک کوي بېل بحث دی، خو د پېښو له کېدو سره سره اصلي پوښتنه دا ده چې ولې يې مخه نه‌نیول کېږي؟

د سرمقالې لیکوال لیکلي د نورو په ملامت ګڼلو، د پېښو په غندلو او د دښمن په وحشي معرفي کولو ستونزه نه‌حل کېږي باید د حکومت استخباراتي کړۍ لاس په کار شي او د دغه ډول هدفي وژنو مخه ونیسي.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې د حکومت دنده غندل او خواخوږي څرګندول نه، بلکې د خلکو ساتنه ده. تر بلې هر چارې ډېر حکومت ته باید د خلکو ژوند مهم وي او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د زغم وړ نه‌دی.

  • انیس

انیس ورځپاڼې هم غوښتنه کړې چې حکومت باید د کابل ښار امنیت ته پاملرنه زیاته کړي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې په وروستیو ۱۰ ورځو کې د دې ښار اوسېدونکي په دوه جوماتونو کې د چاودنو شاهدان ول چې دوه لوی دیني عالمان په‌کې ووژل شول.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې که څه هم د دغه ډول حملو مخه نیول سخت کار دی، خو لیکي چې تکرار يې د خلکو د ساتنې به برخه کې د امنیتي ځواکونو ژمنه تر سؤال لاندې راولي.

وړاندې په سرمقاله کې له امنیتي بنسټونو غوښتنه شوې چې باید د خلکو په ځانګړي ډول د دیني عالمانو او مهمو اشخاصو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دښمن ته اجازه ورنه‌کړي چې دغه ډول د سر سړي له افغانانو واخلي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې "د جګړې د پای لپاره باید فکر وشي" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبانو ویلي، که یې دوه زره نور زندانیان هم له بنده ازاد شي چمتو دي چې يوه اوونۍ وروسته بین‌الافغاني خبرو ته ولاړ شي، خو ولسمشر غني د لنډمهالي حکومت او د هغه د استعفا په اړه د یوې پوښتنې په خواب کې وویل، د ډاکتر نجیب‌الله تېروتنه به تکرار نه‌کړي.

د ورځپاڼې له قوله، ولسمشر درک کړې چې دا تېروتنه‌یې په سترګو لیدلې او بیا به‌یې تکرار نه‌کړي. ورځپاڼه زیاتوي له دې ښکاري چې دواړه لوري یوې مصالحې ته د رسېدو لپاره هیله‌مند نه‌دي، د جمهوریت پلویان په ټول شک د طالبانو کړنو ته ګوري او طالبان هم پر ولسمشر بشپړ اعتماد نه‌لري.

د ورځپاڼې له قوله، دا ډول بې‌باوري کولای شي چې د سولې پروسې ته زیان ورسوي، خو په باور يې د جګړې دواړه لوري باید درک کړي چې افغانان سوله غواړي او د همدې لپاره باید جګړه بنده او د تل لپاره‌یې پر پای فکر وشي.