د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ترکیې ته ځي

عکس کې ښي لورته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او چپ لور ته یې د دفاع وزیر

د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به نن ترکیې ته سفر کوي، چې بحثونه به یې تر ډېره د لیبیا پر شخړه راڅرخي.

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د ملي وفاق حکومت چې ترکیه یې ملاتړ کوي د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، خو روسیه، مصر او متحده عرب امارات د دغه هېواد په ختیځ کې د پیاوړي پوځي، خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي.

ترکیې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او دفاع وزیر سرګي شویګو پر سفر د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ تر خبرو وروسته موافقه شوې وه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوی به پر سیمه ییزو مسایلو سلا مشوره او پر همغږۍ بحث وکړي.

د ترکیې دولتي نشراتي ارګان راپور ورکړی، چې دواړه لوري به د سوریې پر وضعیت هم بحث وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه کېږي د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم نن ترکیې ته سفر وکړي.

ایران او روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کلیدي بهرني ملاتړي ګڼل کېږي، خو ترکیه په سوریه کې د یاغي ډلو ملاتړ کوي.