البانیا یو تورن تاجکستانی وګړی جرمني ته سپاري

تاجکستانی تورن دی چې جرمني کې یې د اسلامي دولت ډلې داعش غړیتوب درلود.

د البانیا یوې محکمې د تاجکستان د یوه اوسېدونکي د استردار حکم صادر کړی دی.

دغه تاجکستانی تورن دی چې جرمني کې یې د اسلامي دولت ډلې داعش غړیتوب درلود.

د البانیا د پلازمېنې یوه محکمې ویلي، دغه ۲۴ کلن تورن کس به چې کمروم زخروف نومېږي، د روسیې پر ځای جرمني ته سپاري.

زخروف په روسیه کې هم تر تعقیب لاندې دی او نوموړي ادعا کړې چې روسیه کې شکنجه شوی هم دی.

زخروف د تېرې اپرېل میاشتې په ۳۰مه په البانیا کې ونیول شو.