پکتیکا کې د ایران ضد مظاهره وشوه

پکتیکا کې مظاهره

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پرون قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو د ایران پر ضد مظاهره وکړه او له افغان کډوالو سره‌یې د دغه هېواد وروستی چلند وغانده.

دوی چې مظاهره‌یې سوله‌ییزه وه له بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو وغوښتل چې ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي زورزیاتي په وړاندې چوپتیا ماته کړي.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي اسماعیل ځدراڼ وویل: "د بهرنیو چارو وزیر او دغه‌راز د ولسي جرګې او سنا غړي باید زموږ غږ واوري، دوی باید د ایران د هغه چلند په اړه غږ اوچت کړي چې کډوال اور او اوبو ته اچوي، دوی ولې چوپه خوله دي؟"

په دې وروستیو کې د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو یو موټر د پولیسو له‌خوا په ډزو د اور لمبه شو او له هغه وړاندې لسګونه افغانان هریرود سیند ته واچول شول.

د ایران د دغه چلند په اړه د افغانستان په یو شمېر ښارونو او له هېواده بهر یو شمېر اروپایي ښارونو کې هم افغانانو مظاهرې وکړ.