پاکستان په ۱۳۰۰ سیمو کې بندیزونه ولګول

په پاکستان کې د کرونا ویروس نږدې ۱۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او ۲۵۵۱ تنه له دې کبله مړه شوي دي.

په پاکستان کې حکومت ۱۳۰۰ داسې سیمې نښه کړي چې د کرونا ویروس په کې په چټکۍ خپور شوی او بندیزونه یې په کې لګولي دي.

په پاکستان کې دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې په یوه ورځ کې ۶۴۷۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.

په پاکستان کې د کرونا ویروس نږدې ۱۴۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او ۲۵۵۱ تنه له دې کبله مړه شوي دي.