بلخ: د وینې د پلازما په کارولو د کووېډ-۱۹ناروغانو درملنه کېږي

آرشیف

په بلخ کې د عامې روغتیا ریاست د کووېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د دغه ویروس څخه د روغو شویو ناروغانو د وینې له پلازما کار اخلي.

د بلخ د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره دغه بنسټ په کرونا ویروس د اخته شویو ناروغانو د درملنې په موخه له دغې ناروغۍ څخه د روغېدلو ناروغانو د وینې له پلازما څخه ګټه اخستې ده.

د عامې روغتیا ادارې مشر نظام الدین جلیل ازادي راډیو ته ووېل له کووېډ۱۹ ناروغۍ څخه د رغېدلو کسانو د وینې له پلازما څخه یواځې د هغه ناروغانو د درملنې په برخه کې کار اخستل کېږي، چې په بېړني حالت و یا د ابو علی سینا روغتون کې بستر وي.

ښاغلي جلیل ووېل چې تر دې دمه پر شپږو ناروغانو چې په کووېډ ۱۹ اخته وو او په ناوړه صحي وضعیت کې وو، د درملنې دغه طریقه عملې شوې ده.

ده وویل: "یواځې پر شپږو کسانو دا تګ لاره پلې شوې، اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی، دوی تر درملنې لاندې دي او تردې پخوا په ناوړه حالت کې وو."

نظام الدین جلیل وايي د درملنې د دغې تګ لارې په وسیله د هغه کسانو له وینې پلازما اخستل کېږي، چې تر دې پخوا په کرونا اخته وو خو اوس رغېدلي دي.

دی وايي، د دغو کسانو وجود اوس د کرونا ویروس پر وړاندې انټي باډي تولید کول شي او د هغوی د وینې له پلازما څخه د نورو ناروغانو په وجود د انټي باډي د تولید په خاطر کار اخیستل کېږي.

پلازما په وینه کې یوه ګډه مایع ده، چې د انسان د وجود د ټولې وینې څه باندې پنځوس سلنه برخه جوړوي.

دغه مایع په خپل جوړښت کې شحم، مالګه او پروټین هم لري.

د بلخ د عامې روغتیا ادارې مسئولان وايي چې دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدا چټکه شوې او تر دمه ۱،۴۸۰ کسان په کووېډ- ۱۹ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا ادارې مشر نظام الدین جلیل وايي چې تر دې دمه په بلخ کې ۲۵۰ تنه له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي او څه کم پنځوس تنه نور بیا له همدې امله مړه شوي دي.

د چارواکو په خبره چې د رغېدلو ناروغانو د وینې له پلازما څخه ګټه اخستنه په بستر د ننه او د عاجلو ناروغانو د درملنې په برخه کې موثره تګ لاره ده.

په نورو هېوادونو لکه چین، د امریکا متحده ایالات او ایټالیا کې هم د کووېډ۱۹ ناروغانو د درملنې په برخه کې د رغېدلو ناروغانو د وینې له پلازما څخه ګټه اخستل کېږي.