مالیې وزارت: د ګمرکي چارو د نظارت سیسټم جوړ شو

مالیې وزارت

د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکي چارو د نظارت سیسټم جوړ شو.

د دغه وزارت ویاند شمېروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیسټم په پرمختللو نظارتي کامرو سکنرونو چې له لرې کنترولېږي او د دوه اړخیزو مکالمو وړتیا هم لري سمبال شوی.

نوموړی زیاتوي چې دغه سپستم نن په رسمي ډولد ننګرهار ګمرک معلوماتي ټیکنالوژي سیسټم سره وصل شو او په نږدې راتلونکې کې به د هېواد ټولو نورو سترو ګمرکونو سره هم وصل شي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، له دې سیسټم هدف فساد سره ګټور مبارزه، او د سیسټم عصري کول دي.

د دې وزارت چارواکي وايي، ټولو ګمرکونو او په لویو لارو کې د وزن تلې به د دغه سیسټم له لارې له مرکز کابل څخه کنترولېږي.