په تخار کې د یوه جومات خطیب او امام ووژل شو

د افغانستان په عمومي نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د یو جامع جومات امام او خطیب ناڅرګندو وسله‌والو وژلی دی.

د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري نن (شنبه) سهار ازادي رادیو ته وویل چې نا څرګندو وسله‌والو د چاه اب ولسوالۍ د خلیان د جامع جومات خطیب مولوي عین‌الله په ډزو وژلی دی.

تر اوسه د پېښې څرنګوالی نه‌دی روښانه، خو د تخار د والي ویاند وايي، پولیس‌یې په اړه څېړنې کوي.

دا د پرون راهیسې په افغانستان کې د یو جامع جومات دوهم او په تېرو ۱۰ ورځو کې درېیم خطیب او دیني عالم دی چې په نښه کېږي او وژل کېږي.

پرون (جمعه) د کابل په څلورمې کارته کې د شېرشاه سوري په جومات کې چاودنې د دې جومات خطیب او امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلور کسان ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.

۱۰ ورځې مخکې د کابل په وزیر محمد اکبر خان جومات کې هم په یوه چاودنه کې د دې جومات خطیب مولوي ایاز نیازی چې د هېواد له مخکښو دیني عالمانو څخه و، ووژل شو.

په کابل کې پر دیني عالمانو وروستي بریدونه په کور دننه او بهر غندل شوي.