هېواد: د دښمن د منظمو بريدونو زړه بوګنوونې څپه

ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په جوماتونو کې د چاودنو او د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، 'د دښمن د منظمو بريدونو زړه بوګنوونې څپه.'

په سرمقاله کې د شېرشاه سوري جامع جومات ملا امام مولوي عزیز الله مفلح ترور ته اشاره شوې او ویل شوي دا په لنډ وخت کې په کابل کې دوهم برید دی چې دیني عالمان په‌کې په نښه کېږي، له دې وړاندې د وزیر محمد اکبر خان جومات ملا امام محمد ایاز نیازی هم په ورته چاودنه کې وژل شوی و.

د لیکوال په اند دا بريدونه د افغانانو د سر سړيو په تېره بيا پر هغو ديني عالمانو کېږي چې د دغه دښمن له‌خوا ناروا جګړه غندي او د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف‌يې بولي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې په جوماتونو کې د افغانو د دښمنانو له‌خوا پر سترو ديني عالمانو دا ترهګريز بريدونه منظمه دسيسه ده.

لیکوال سپارښتنه کوي چې افغان حکومت بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او د داسې بريدونو د مخنيوي لپاره په ټول وس هلې ځلې وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي افغان ولس نور بايد د غفلت له خوبه راويښ شي او په اسلامي او افغاني جذبې سره د دغه دښمن پر ضد راپورته شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په کابل کې د جامع جوماتونو د ملا امامانو ترور زیات شوی.

په سرمقاله کې د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل له خولې لیکل شوي، دا کار طالبان کوي او هدف‌یې د افغان جګړې د ناروا ګڼلو په اړه د دیني عالمانو غلي کول دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دا دیني عالمان داسې مهال ترور کېږي چې وژل شویو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه، انتحاري او نورې خونړۍ حملې ناروا ګڼلې.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې افغان حکومت باید په جوماتونو کې د دیني عالمانو وژونکي پیدا کړي او سزا ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي د افغانستان کلکه سنتي ټولنه ده، که چېرې حکومت دغه مسئله جدي ونه‌نیسي، ممکن د دیني عالمانو وژنه ورته درنه تمامه شي، بیا ولس په خپله لاس په کار کېږي، د دیني عالمانو د وژونکو پر ضد خپله ګامونه اخلي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د افغان سولې او په دې اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه لیکنه او تبصره کړې.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني موقت حکومت نه‌مني، خو د لیکوال په اند د سولې په پروسه کې مؤقت حکومت جوړېدل یو حتمي امر بلل کېږي.

ویسا لیکي ولسمشر غني تل د سولې په پروسه کې له جمهوري نظام او اساسي قانون نه ننګه او ملاتړ کوي، د لیکوال په باور له جمهوري نظام د ولسمشر ننګه بې‌ځایه ده ځکه ولسمشر ۲۰۱۴ راهیسې په څو څو ځله اساسي قانون تر پښو لاندې کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي، هيله ده ولسمشر غني د دې پر ځای د سولې پروسې سره د صداقت لاره خپله کړي تر څو د ملت کړاوونو ته د پای ټکی کېښودل شي.