سلګونه افغانان له هند کابل ته رالېږدول کېږي

د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه

په پام کې ده چې سلګونه محصلین او نور عام افغانان د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له هند څخه په دوو نورو الوتنو کې کابل ته ولېږدول شي.

په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري تېره شپه ازادي راډیو ته په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "دوو الوتنو ته مو چې د جون په ۱۴ او ۱۵مو نېټو به د اریانا او کام‌ایر هوايي شرکتونو له‌خوا ترسره شي جواز اخیستی دی. له نېکه مرغه ډېر افغانان او زموږ محصلین چې زده‌کړې یې پای ته رسولې دي کولای شي چې په دې الوتنو کې خپل هېواد ته ستانه شي."

په تېره مارچ میاشت کې وروسته له دې چې هندي چارواکو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ټولې الوتنې لغو کړې، نو یو شمېر افغانان چې د سفر لپاره هند ته تللي وو، هلته بند پاتې شول.

ښاغلي قادري زیاته کړه چې تر اوسه په ۲۲ الوتنو کې له شپږ زرو زیات افغانان له هند څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.