طالبانو د امنیتي ځواکونو ۲۰ نور سرتېري خوشې کړل

ارشیف، فراه کې د طالبانو له لوري د ۳۸ بندیانو خوشې کېدل. June 06 2020 انځور تزئیني بڼه لري.

طالبان وايي چې پرون د غبرګولي په ۲۳مه نېټه‌یې د حکومت اړوند ۲۰ سرتېري له بنده خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د پوځ او پولیسو ۲۲ تنه سرتېري یې په کاپیسا، پروان او سمنګان ولایتونو کې له بنده خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې ویل شوي چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي. افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو درې زره بندیان خوشې کړي، خو ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوه زره تنه نور طالب بندیان به هم ډېر ژر له بنده خوشې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یوه وروستي ټویټ کې د ۳ زره طالبانو او ۵۰۰ دولتي بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

تمه ده چې د بندیانو د تبادلې له بشپړېدو سره به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.