عربستان او امریکا په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه وغندله

شېرشاه سوري جومات له چاودنې وروسته

سعودي عربستان او متحده ایالاتو د پلازمېنې کابل په یوه جومات کې پرونۍ بمي حمله وغندله.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې د دې هېواد رسمي خبري اژانس خپور کړی، د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو، افغان حکومت او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په بیان کې راغلي چې سعودي عربستان له ترورېزم او د افراطیت له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې د افغان حکومت په څنګ کې ولاړ دی.

د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دفتر هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په کابل کې پر شېرشاه سوري جومات ترورېستي حمله په کلکه غندي. په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان خلک له دهشت څخه د خلاص ژوند مستحق دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په شېرشاه سوري جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په پرونۍ چاودنه کې د جومات د خطیب او امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون ټول څلور کسان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی. طالبانو دا حمله په کلکه غندلې ده.

۱۰ ورځې مخکې د کابل په وزیر محمد اکبر خان جومات کې هم په یوه چاودنه کې د دې جومات خطیب مولوی ایاز نیازی چې د هېواد له مخکښو دیني عالمانو څخه و، ووژل شو.

د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.