د سعودي د تېلو پر تأسیساتو د حملې په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته د ایران غبرګون

ارشیف، د سعودي عربستان د تېلو تأسیساتو ته د توغندي د لګېدو له امله اوښتی زیان.

ایران د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش هغه راپور رد کړی چې پرون امنیت شورا ته وړاندې شو.

ګوترش په دې راپور کې ویلي، هغه کروز توغندي چې پروسږ کال د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو او یو نړیوال هوايي ډګر په برید کې کارول شوي وو، د ایران ساخت وو.

په دې راپور کې چې د روانې میاشتې په پای کې به رسماً خپور شي راغلي چې پر ځینو موندل شويو شواهد د ایران تجارتي نښې او یا په فارسي ژبه لیکنې لیدل شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړ دا تورونه رد کړل ویې‌ویل، داسې ښکاري چې دا راپور د امریکا او سعودي عربستان د سیاسي فشار په نتیجه کې جوړ شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ډیپلوماتیک مأموریت هم په یوه بیان کې وویل چې دا راپور متناقض دی، جدي غلطۍ لري او دقیق نه‌دی. په بیان کې راغلي چې ایران پر سعودي عربستان په حملو کې د کارول شویو وسلو او پرزو او همداراز د هغو وسلو په صادرولو کې چې متحده ایالات‌یې د ضبطولو ادعا کوي، د ایران د لاس لرلو په اړه د دې راپور ارزونې په کلکه ردوي.

روېټرز خبري اژانس چې دا راپور یې لیدلی، د ښاغلي ګوترش د ارزونې په حواله وايي، ځینې وسلې او ورسره تجهیزات چې امریکا د تېر کال په نومبر او د روان کال په فبرورۍ میاشتو کې ضبط کړي وو، هم په ایران کې جوړ شوي دي.

دا راپور د ملګرو ملتونو په مخکېنۍ ارزونه کې یو لوی بدلون ښيي ځکه دې سازمان د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې په دې برید کې د ایران لاس لرل نه‌شي تأییدولای.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د سعودي د تېلو پر دوو مهمو تأسیساتو د کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د برید په نتیجه کې د سعودي عربستان د تېلو د تولید کچه نیمایي ته راولوېده او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې.

د هغو راکټونو پاتې شوني چې د ارامکو نفتي تأسیسات‌یې هدف ګرځولي و. September 18, 2019

سعودي عربستان، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې هغه مهال د دې حملې پړه پر ایران واچوله.

روېټرز خبري اژانس د ښاغلي ګوترش له قوله لیکي چې نوموړي امنیت شورا ته ویلي ځیني موندل شوي شواهد هغه نښې نښانې لري چې د یوې ایرانۍ تجارتي کمپنۍ تولیدات‌یې لري او یا په فارسي ژبه لیکنې پرې شوي.

د سرمنشي په راپور کې راغلي چې ایران د دې تجهیزاتو په صادرولو سره ښايي د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې څخه سرغړونه کړې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په هرو شپږو میاشتو کې پر ایران د وسلو د لګېدلو بندیزونو او نورو هغو محدودیتونو د تطبیق په اړه امنیت شورا ته راپور ورکوي چې د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې څخه پر ځای پاتې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي پرونی راپور په علني ډول نه‌دی خپور شوی، خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف پرون د جون په ۱۲مه نېټه وویل، مسکو لاهم باور لري چې پر تهران د وسلو لګول شوی بندیز باید لغو شي او په دې برخه کې پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.