د جرمونو نړیوالې محکمې د خپلو کارکوونکو په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړ

د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د (ای سي سي) پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د ډونالد ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. په بیان کې دې محکمې ویلي چې د ټرمپ اقدام د منلو نه‌دی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې معنی لري.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رئیس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګېږي.

په دې بندیزونو کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې د امریکا د پوځي او استخباراتي چارواکو د تورونو تحقیقات کوي.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې غړیتوب‌یې نه‌لري.