اسپر امریکا کې د مظاهرو پر مهال د ملي ګارد اقداماتو د څېړنې امر وکړ

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر د وروستیو مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د اقداماتو په اړه د څېړنو امر کړی دی.

په امریکا کې دغه مظاهرې د یوه تور پوستي جورج فلوید تر وژنې وروسته پیل شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت د اعلامیې په حواله، مارک اسپر پرون وویل، د مدني ناکراریو په وړاندې د پوځیانو د ملاتړ لپاره د ملي ګارد اقدامات به وڅېړي، په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اوونیو کې.

په وروستیو کې د نژادي تبعیض پر خلاف د مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د رول په اړه پوښتنې ولاړې شوې دي.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې د مې میاشتې پر ۲۵مه، تور پوستي جورج فلوید د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې ساه ورکړه.

دغه پولیس څه باندې اته دقیقې د هغه پر غاړه خپل زنګونه ایښی و او بالاخره فلوید ساه ورکړه.

د جون پر لومړۍ نېټه سپینې ماڼۍ ته نږدې د یوه میدان د تصفیې پر مهال د قانون د نافذوونکو د ملاتړ لپاره د ملي ګارډ د پوځیانو کارونې انتقادونه پارولي دي.

د مظاهره‌چیانو د تیت و پرک کولو لپاره دغه ګارد د مرچو سپرې، فلش وهونکي لاسي بمونه او رابړي مرمۍ کارولې دي.

دا هغه شېبه وه چې ولسمشر ډ‌ونالد ټرمپ له دې ساحې یوې تاریخي کلیسا ته روان و.