ارزګان کې د یوې غیر دولتي مؤسسې کارکوونکی وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې ارزګان ولایت

په ارزګان کې چارواکي وايي د یوې غیر دولتي مؤسسې یو کارکوونکی د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د 'NCC' مؤسسې مسؤل محمد اکبر اخندزاده نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د عزت‌الله په نوم کارکوونکی تېره شپه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د اخندزاده په وینا دغه کس پر بې‌وزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي موادو په سروې او وېش بوخت و.

ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "ده د خاص ارزګان ولسوالۍ په ششپر کلي کې، په امیري روغتون کې یو اتاق نیولی و چې همالته اوسېده، په هغه اتاق کې ویشتل شوی دی."

د 'NCC' مؤسسې مسؤل وایي، وژل شوی کارکوونکی یې د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه‌ده.

د دې پېښې چې د چارواکو په خبره، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې، مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.