خلیل‌زاد: د بین‌الافغاني خبرو پيل ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي یو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي "د بین‌الافغاني خبرو پیل ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي یوو."

هغه د حکومت له‌خوا له تر درې زرو زیاتو او د طالبانو له‌خوا تر ۵۰۰ د زیاتو بندیانو د خوشې کولو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د بندیانو د خوشې کولو دا بهیر به دوام وکړي څو له دې کبله رامنځته شوی بن بست لیرې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټویټر زیاته کړې، د بندیانو تر خوشې کېدو سمدستي وروسته به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي ټیم ترمنځ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې پیلېږي.

زلمي خلیل‌زاد د طالبانو د دې بیان هرکلی هم کړی چې د بندیانو د خوشې کېدو د پروسې له تکمیل وروسته‌یې یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

په عین حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو سلاکار عزیز الله فضلي وايي، د سولې د بین‌الافغانې خبرو نېټه به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

ښاغلی فضلي زیاتوي: "د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټه راتلونکې اوونۍ اعلانېږي. له بېلابېلو خواوو هڅه کېږي چې دا خبرې په قطر کې وشي. مهمه دا ده چې خبرې وشي، څو موږ سولې ته ورسېږو."

ولسمشر محمد اشرف غني هم د اتلانتیک شورا په یوه انلاین غونډه کې وویل چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره هڅې په ښه لوري روانې دي او راتلونکې اوونۍ به د نورو ګامونو په اړه معلومات ورکړي.