طالبان: د ۵،۰۰۰ بندیانو په خوشې کېدو سره یوه اوونۍ کې خبرې پیلوو

په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو ژمنه کړې، طالبان وايي، کله‌یې چې د پنځه زره بندیانو خوشې کېدل بشپړ شي، په یوه اوونۍ کې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۲» د اتلانتیک شورا په یوې انلاین غونډه کې وویل، تر اوسه تر درې زرو زیات طالب بندیان خوشې شوي او دوی د دوه زره نورو بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه هم کړې ده.

ښاغلی غني وايي: "زما همکارانو او ما پرېکړه کړې چې دوه زره نور بندیان په ډېره کمه موده کې خوشې کړو. موږ به وروسته نېټه اعلان کړو."

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د غني له دې څرګندونو سره هم‌مهاله یو وار بیا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د خپلو ټولو ۵،۰۰۰ بندیانو پر خوشې کولو ټینګار وکړ او ویې‌ویل کله چې یې د ټولو بندیانو د خوشې کېدو پروسه بشپړه شي، دوی په یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته چمتو دي.

سهیل شاهین چې په یو جلا ټویټ کې یې د طالبانو له‌خوا په غزني کې د دولت د ۴۶ اسیرانو د خوشې کېدو خبر ورکړی ویلي، دوی له خپله اړخه د بندیانو خوشې کېدو ته ژمن دي.

اخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر د حکومت له‌خوا تر ۳،۰۰۰ د زیاتو او طالبانو له‌خوا تر ۵۰۰ د زیاتو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د بندیانو خوشې کېدل باید دوام وکړي او له دې کبله رامنځته شوی په ټپه ولاړ حالت باید پای ته ورسېږي.