امریکا 'سوډان او ازبکستان' د دیني ازادیو د نقضوونکو له لېسته وایستل

د امریکا بیرغ

د دیني ازادیو په اړه د امریکا متحده ایالاتو په کلني راپور کې ازبکستان او سوډان د هغو هېوادونو له لېست څخه ایستل شوی چې دا ازادۍ په‌کې ډېرې نقض کېږي.

د دیني ازادیو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سام براون پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته په دې اړه وویل: "د وروستیو پرمختګونو په خاطر دا دواړه هېوادونه، سوډان او ازبکستان د هغو هېوادونو له ډلې ایستل شوي دي چې د ځانګړې اندېښنې وړ دي."

ښاغلي براون زیاته کړه چې د نړۍ په ډېرو ځایونو کې د دې پر ځای چې خلک دیني ازادي رعایت کړي د دیني ازادیو په ځپلو عادت شوي دي.

ده بیا وویل چې ایران په ۲۰۱۹ کال کې د دیني اقلیتونو یو شمېر کسان له خدای سره د محاربې په تور اعدام کړل.

ښاغلي براون بیا وویل چې د مذهبي اقلیتونو ۱۰۹ تنه په ایران کې بندیان دي چې په لسګونو یې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې په موقتي ډول اوس ازاد شوي دي.