کندز کې د کرونا ویروس د تشخیص او درملنې لپاره ځانګړی روغتون نه‌شته

ارشیف

کندز کې یو شمېر خلک د کرونا ویروس د تشخیص او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړی روغتون نه‌لري.

د یو شمېر خلکو په وینا، د کرونا ویروس د تشخیص لپاره نمونه کابل یا بلخ ته استول کېږي او د پایلې معلومېدل‌یې تر یوې اوونۍ زیات وخت نیسي چې ډېره ستونزمنه مسئله ده.

د کندز د عامې روغتیا ریاست وايي چې یوازې د دې ولایت خلک نه، بلکې د یو شمېر لیرې پرتو ولایتونو لکه بدخشان خلک چې په خپلو سیمو کې صحي امکانات نه‌لري یا محدود دي، دې ولایت ته د درملنې لپاره ورځي.

د عامې روغتیا ریاست نن چهارشنبه، ازادي راډیو ته ویلي چې دوی له کابل سره خبرې کړې دي، خو دا لا نه‌ده څرګنده چې په کندز کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره د یوه ځانګړي مرکز تر جوړېدو پورې به خلک څه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خلکو ته په مکرر ډول خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس اخیستونکی او وژونکی دی له دې کبله دې لاسونه مینځي او په کورونو کې دې پاتې شي.

په کابل کې تر راتلونکو درېیو میاشتو پر خلکو ګرځ‌بندیز لګېدلی دی.