'کابل ته د باجوه د سفر موخه څه او پاکستان په روانه لوبه کې چېرته دی؟' 

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو کابل ته د جنرال قمر جاوېد باجوه د سفر او په ایران کې له یو شمېر افغانانو سره د زور زیاتي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې "کابل ته د جنرال قمر جاوېد باجوه د سفر موخه څه ده او پاکستان په روانه لوبه کې چېرته دی؟"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي له طالبانو سره د امریکا په هوکړه کې د امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پاکستان ته ځیني ښکاره او پټ امتیازونه ورکړل.

په سرمقاله کې یادونه شوې، اوس پاکستان غواړي چې په بدل کې یې له افغان حکومت هم امتیازات ترلاسه کړي.

د لیکوال په باور که څه هم ځیني امتیازات له وړاندې پاکستان ته ورکړل شوي، مثلاً د پاکستاني طالبانو مشر ووژل شو، د پاکستاني طالبانو بندي مشر پاکستان ته ژوندی وسپارل شو، خو دا ځل پاکستان تر دې هم زیات غواړي، له همدې امله جنرال باجوه کابل ته راغلی او هڅه کوي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي که څه هم د ملي وحدت حکومت پر مهال د کابل او اسلام‌اباد اړیکې چندانې ښې نه‌وې، خو بیا هم د افغان او پاکستانیو چارواکو تګ راتګ دوام درلود.

د لیکوال د معلوماتو له مخې پاکستان له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې زیاتې ژمنې وکړې، خو تر ډېره‌یې په دغو ژمنو عمل ونه‌کړ.

د سرمقالې د لیکوال په اند، اوس چې له بل هر وخت زیات افغانستان سولې ته نږدې شوی، پاکستان هڅه کوي چې په دغه سوله کې ځان دخیل کړي او د سولې پروسه د ځان په ګټه کاروي.

هشت صبح لیکي پاکستان تل د سولې په پروسه کې د همکارۍ ټټر ډبلوی او دا ځل هم غواړي د همکارۍ غوړې ژمنې وکړي، خو په دې برخه کې په پاکستاني چارواکو په ځانګړې توګه په پوځي او استخباراتي کړیو باور نه‌شي کېدای، نو ځکه کابل ته د جنرال باجوه له سفر زیاتې تمې نه‌شي کېدای.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "په ايران کې د افغان مهاجرو پر موټر د ډزو او سوځېدنې موضوع دې وڅېړل شي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دې پېښې په كور دننه او نړيواله كچه سخت حساسيتونه راپورته كړي دي، افغان ولس په لاریونونو کې له خپل حكومت د دې پېښې د ژورې او هر اړخيزې څېړنې غوښتنه كوي.

د سرمقاله لیکونکي په اند دا پېښه ستر بشري جنايت دى او له سوځېدلو افغانانو سره د ايراني ځواكونو ناوړه چلند له هر قانون او ارزښت سره په ټكر كې داسې پېښه ده چې د ايراني رژيم ناوړه څېره‌يې لا پسې بربنډه كړه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا له افغان مهاجرو سره په يوه مياشت كې د ایراني چارواکو دوهمه ناوړه پېښه ده.

د سرمقالې په پای کې راغلي، ايران نږدې هره ورځ له افغان مسافرو سره داسې ستر جنايتونه كوي، خو غږ يې اوس پورته كېږي، د ولسمشر له امر سره سم بايد دا پېښه وڅېړل شي او افغانان عدالت غواړي.