ایران، امریکا او اسرائیل ته په جاسوسۍ تورن کس په اعدام محکوم کړ

د ایران بیرغ

ایراني چارواکو د هغه کس د اعدام حکم صادر کړ چې د دوی په ادعا د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل ته په جاسوسۍ تورن و.

چارواکي وايي، دغه ایراني وګړي د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په اړه د امریکا او اسرائیل استخباراتي ادارو ته جاسوسي کړې وه.

قاسم سلیماني د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه ووژل شو.

د ایران قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي، پرون سې شنبه په یوه کنفرانس کې وویل، دغه کس سید محمود موسوي مجد نومېږي چې د ده په وینا د ایران د وسله‌والو ځواکونو، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران په اړه‌یې د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) او د اسرائیل استخباراتي ادارې موساد ته د ډېرو پیسو په بدل کې جاسوسي کوله.

ښاغلي اسماعیلي وویل، د ایران سترې محکمې د اعدام حکم تصویب کړی او په نږدې راتلونکي کې به اجرا شي.

د قاسم سلیماني وژل کېدو د امریکا او ایران اړیکې لا پسې ترینګلې کړې.

په ځواب کې ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډه راکټي حمله وکړه، د ایران په یوه راکټ د اوکراین هوايي شرکت یوه الوتکه وویشتل شوه او په نتیجه کې یې ۱۷۶ تنه سورلۍ ووژل شوه.