ولسمشر غني له وکیلانو سره د نوماند وزیرانو د خصوصي لیدنو د مخنیوي فرمان صادروي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني د نوماند وزیرانو اړوند، له دندې د ناوړه ګټنې او له وکیلانو سره په خصوصي ډول د لیدنو د مخنیوي په اړه فرمان صادروي.

د سرپرستۍ له ناتمام پنځه‌ کلن برخلیک څخه د افغان حکومت د خلاصون په هدف بالاخره د ولسي جرګې اداري پلاوی اړ شو چې له نږدې د ارګ ور وټکوي او ولسمشر سره مخامخ خبرې وکړي.

د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي پرون په ارګ کې په دې اړه له ولسمشر سره کتلي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د رأی ورکولو پر مهال د قانون ماتونې د مخنیوي او له ولسي جرګې څخه د رأی اخیستلو په بدل کې د فساد په اړه‌یې خپلې اندېښنې ولسمشر سره په کتنه کې مطرح کړې دي.

په دې کتنه کې ولسي جرګې ته د کابینې پر ژر معرفۍ سربېره، د نوماند وزیرانو له‌خوا له دندو د ناوړه ګټنې پر موضوع هم بحث شوی دی.

د ولسي جرګې لومړي نایب مېرزا محمد کټوازی وايي، ولسمشر ته‌یې دا ويلي چې یو شمېر نوماند وزیران سر له اوسه غواړي چې د دولتي امکاناتو په ګټې د وکیلانو باور خپل کړي.

ولسي جرګه

هغه زیاته کړه: "نوماند وزیران بايد له خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته نه‌کړي او له دولتي امکاناتو څخه د وکیلانو په نزد کار وانه‌خلي چې وکیلانو ته تمه ورکړي او وکیلان‌یې په بدل کې رایه ورکړي. زموږ غږ پر ولسمشر دا و چې هم د ولسي جرکې حیثیت وساتل شي او هم د نوماند وزیرانو، نو باید اهل کسان رامعرفي کړئ او هغه کسان چې تاسې رامعرفي کړي او وړ نه‌وي، ولسي جرګه به رایه ورنه‌کړي."

ښاغلی کټوزای زیاتوي، ولسمشر ډاډ ورکړی چې د دې ستونزې د مخنیوي په هدف به ژر یو فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به‌یې، له دندې د ناوړه ګټنې مخه ونیول شي.

د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، ولسمشر همدا ډول له وکیلانو غوښتي چې په کار پوه او متخصصو کادرونو ته رایه ورکړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي حجت‌الله خردمند هم چې د ولسمشر سره غونډه کې یې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته وویل، دوی له ولسمشر وغوښتل چې پاتې نوماند وزیران هم ژر معرفي کړي.

دی زیاتوي، ولسمشر ډاد ورکړ چې د ده له لوري ستونزه نه‌شته، خو د ولسي جرګې اداري پلاوی باید د دې بهیر د لا چټکتیا لپاره د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.

له ولسمشر غني سره د ولسي جرګې د اداري پلاوي لیدنه

دی وايي: "ولسمشر ته مو وویل چې حکومت ځواب ویونکی نه‌دی، نه خلکو ته او هم ولسي جرګې ته. تر کله به داسې دوام کوي. بالاخره موږ تر اوسه یو ځواب ویونکی او مشروع حکومت نه‌لرو، وزیران ځواب ویونکي نه‌دي."

د ولسي جرګې اداري پلاوی داسې مهال له ارګ څخه د باور رایې اخیستو لپاره د نوماند وزیرانو د معرفۍ غوښتنه کوي چې ولسمشر غني د خپلې لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې تر دوه اوونیو به نوی حکومت خپل کار پیل کړي.

جمهوري ریاست بیا د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره د ولسمشر د کتنې په اړه پر هغې اعلامیې بسنه کوي چې پرون‌یې خپره کړه.

په دې اعلامیه کې لیکل شوي،"ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له ادارې پلاوي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به نوماند وزيران د رأی اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي."

د افغانستان پر حکومت له دې کبله ډېره نیوکه کېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې هم تر ډېره وزیرانو د سرپرستانو په توګه خپله دنده مخ‌ته یوړه.

هغه څه چې قانون پوهان‌یې له اساسې قانون سره په ټکر کې ګڼي او وايي، هېڅ یو سرپرست وزیر له شپږ میاشتو زیات په ټاکل شوي پوست خپله دنده مخ‌ته نه‌شي وړی.