د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې کرونا ویروس مخ پر خپرېدو دی

د برازیل په یوه روغتون کې په کرونا اخته کس

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس وايي، په نړۍ کې کرونا ویروس مخ پر خپرېدو دی.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس د دوشنبې په ورځ په یوه انلاین غونډه کې وویل چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هېڅ نه‌دی کم شوی.

دی وايي: "د روغتیا نړیوال سازمان شااوخوا اووه میلیونه مثبتې پېښې راپور کړي دي. که څه هم په اروپا کې وضعیت مخ پر سمېدو دی، په نړۍ کې وضعیت خراب شوی دی. تر یو لک زیاتې پېښې په تېرو نهو یا ۱۰ ورځو کې راپور شوې دي."

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر امریکا او برازیل وروسته په روسیه کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو درېیو هېوادونو ترڅنګ په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ټولو زیاتې د 'کووېډ-۱۹' پېښې په هندوستان، پيرو، چیلي، سعودي عربستان او پاکستان کې ثبت شوې دي.